روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۵-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۵-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۲

په کونړ کې د ټي‌ټي‌پي یو جګپوړی قوماندان او دوه غړي وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یو جګپوړی قوماندان په ګډون درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 

په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یو جګپوړی قوماندان په ګډون درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

سیمه‌ییزو سرچینو سه‌شنبه د لیندۍ پر ۱۳مه، ویلي چې دا پېښه د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې د پاکستاني طالبانو تحریک لوړپوړی قوماندان شاهد عمر باجوړی له دوو نورو کسانو سره وژل شوی او د دغه غورځنګ دوه نور جنګیالي ټپيان دي.

د سرچینو په وینا، دا نښته هغه مهال پيل شوه چې د افغان طالبانو یوه پخواني غړي د ټي‌ټي‌پي غړو ته میلمستیا کړې وه چې کوربه کس پر دغو جنګیالیو ډزې کړي او له سیمې یې پښې سپکې کړې دي.

سرچینو زیاته کړې چې په کونړ کې ځايي طالبانو د دغه کس د نیولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ویلي نه دي.

دا روانه اوونۍ په کونړ کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ څلورم غړی دی چې وژل کېږي.

د روانې اوونۍ پر یکشنبې ناڅرګندو وسله‌والو د کونړ شلطن ولسوالۍ اړوند په «چوګام» سیمه کې د ټي‌ټي‌پي د یوه غړي پر کور برید کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x