ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ګاز ډبې په چاودنه کې یوه ښځه مړه او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د سیمې یو اوسیدونکی محمد انور وایي، چې دغه پېښه تېره شپه، دوشنبه، ۱۲ د لېندۍ، د کامې ولسوالۍ په «ګج» قریه کې رامنځته شوې چې پرمهال یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کوچنی زوی یې ژوبل شوی دی.
د نوموړي په خبره د ګاز ډبې چاودنه د پخلنځي په داخل کې رامنځته شوې چې له کبله یې د کور نور برخې هم تخریب شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې لاملونه یې تر ډیره بېوزلي، د بې کیفیته سون توکو کارول او ګازو سره بې احتیاطي بلل شوي وو.
له دې سربېره په هیواد کې د هوا په سړېدو هر کال د ګاز نیولو له امله د مرګ ژوبلې زیات راپورونه هم خپرېږي.
ډېری افغانی کورنۍ د ژمي په موسم کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره له ګاز او د ډبرو سکرو له سوځولو کار اخلي چې وخت ناوخت د خلکو د مرګ ژوبلې، ګاز او سکرو نیولو لامل ګرځي.
اړوندې لیکنې :
- ننګرهار کې یو زوی خپل پلار حلال کړی
- ننګرهار کې یو کس د طالبانو دوه نظامیان په ډزو وژلي
- په هرات او ننګرهار کې دوه ځوان هلکان وژل شوي دي
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی