اسراییل په لبنان کې په جلا، جلا بریدونو کې یوولس تنه لبنانیان وژلي دي. په داسې حال کې چې تېره اونۍ د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه؛ خو بیاهم پر لبنان د اسراییل بریدونه دوام لري.
د اوربند له تړونه د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته سرغړونه وشوه، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې دوه تنه لبنانیان ووژل شول او حزب الله یې په غچ کې د اسراییل پر پوځي پوستې برید وکړ.
له هغه وروسته په ځوابي بریدونو کې اسراییل بیا یو لړ هوایي بریدونو ترسره کړل.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل په دغه بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول.
حزب الله د دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی د اوربند “پرله پسې سرغړونو” ته په “لومړني دفاعي ځواب” کې د اسراییل پوځي اډې په نښه کړې.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې دغو بریدونو پنځه تنه په حارث او څلور تنه د لبنان په سوېل طلوصه کې وژلي دي.
پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه ۴ زره کسان وژل شوي دي.