د روغتيايي انسټیټوټونو او ښځینه زده کوونکو له منځه سرچینې تاييدوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دې انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز امر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو عامې روغتیا وزارت دا امر د روغتيايي انسټیټوټونو له مسوولینو سره په غونډه کې په شفايي توګه اعلان کړی دی.
د یوه روغتيايي انسټیټوټ مسوول ويلي چې له دوی غوښتل شوي چې تر «بیا خبرتیا» پورې دې ښځینه زده کوونکې رخصت کړي.
په کابل کې د روغتیايي انسټیټونو یوه بل مسوول هم په یوه غږیز پیغام کې له ښځینه زده کوونکو غوښتي چې سبا دې انسټیټوټونو ته نه ورځي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د انسټیټوټونو د ځنډېدو خبر له نن مازیګر څخه لاس پر لاس کېږي. د طالبانو ویاندویانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
که څه هم په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی و، خو روغتيايي انسټیټوټونه پرانیستي وو.
په دې انسټیټوټونو کې نجونو ته د قابلګۍ او نرسنګ زده کړې ورکول کېدې.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو پر وړاندې ویجاړونکي ستونزې
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- ولې د طالبانو دظالمانه قوانینو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه ناکام پاتې دی؟
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- محسن داوړ: د پښتنو د حقونو لپاره، لومړی باید د طالبانو په وړاندې مبارزه وشی
- افغاني سره میاشت: په ننګرهار کې مو تر ۴۲ زرو ډېرو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي