روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۴۸
: 3

جرمني له اوکراین سره۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرسته اعلان کړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د جرمني صدراعظم کیېف ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې هېواد به یې په اروپا کې د اوکراین تر ټولو ستر ملاتړی پاتې شي. اولاف شولڅ همداراز ژمنه وکړه، چې جرمنی به په راتلونکو میاشتو کې اوکراین ته ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرستې ولېږي.

د جرمني صدراعظم کیېف ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې هېواد به یې په اروپا کې د اوکراین تر ټولو ستر ملاتړی پاتې شي. اولاف شولڅ همداراز ژمنه وکړه، چې جرمنی به په راتلونکو میاشتو کې اوکراین ته ۶۵۰ میلیونه یورو پوځي مرستې ولېږي.

دا د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د جرمني د صدراعظم دویم سفر دی، چې په یوه حساس وخت کې د جرمني ملاتړ څرګندوي.

اوس مهال روسي ځواکونه د نویو سیمو پر لور د پرمختګ په حال کې دي او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بري له دغه هېواد سره د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې دویمې دورې په لومړۍ ورځ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړه.

د جرمني د صدراعظم په وینا، د دغه هېواد نوې پوځي مرستې به د روان کال په ډسمبر میاشت کې اوکراین ته وسپارل شي.

تمه ده چې د دغه سفر په ترڅ کې اولاف شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره وویني او هغه به له ناټو وغواړي چې د بروکسل ددې اونۍ په غونډه کې اوکراین د پوځي اتحاد د غړي په توګه ومني.

اوکراین ته د جرمني د صدراعظم سفر په داسې حال کې دی، چې اولاف شولڅ د فبرورۍ په میاشت کې د خپل ایتلاف له ړنګېدو وروسته د بیا ټاکنو په تړاو له ننګونو سره مخامخ دی.

جرمني له امریکا وروسته د اوکراین دویم ستر پوځي مرستندوی دی.

له دې مخکې د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان وکړ، چې اروپا به له اوکراین سره پوځي مرستې زیاتې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x