روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۱
: 3

طالبانو په خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ یې خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

 

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ یې خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري د یکشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۱مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ د خوست ولایت د ابتدایه محکمې له لوري یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په تور او درې کسانو ته د لواطت‌په تور په عام محضر کې تعزیرې سزا ورکړل شوه.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دوو تورنو ته یې له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو د تنفیذي بند سزا ورکولو تر څنګ هر یو ۳۹ـ۳۹ دوري وهلی.

او همدارنګه درې تورنو کسانو ته هره یوه ته څلور کاله د بند سزا ورکولو تر څنګ یې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویلي یې دي چې یادو کسانو ته د سزا ورکولو د لیدو لپاره د یاد ولایت د طالب چارواکو تر څنګ ګڼ شمېر عامو خلک هم ورغلي وو.

د طالبانو له لوري خلکو ته د بدني سزاګانو ورکول تل له سخت نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

خو طالبان سره له دې چې په عام محضر کې خلکو ته د بدني سزا ورکولو بهیر نه دی درولی بلکې وايي، چې په دې کار سره “اسلامي شریعت “پلی کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x