په ایران کې مېشت د بشري حقونو ځينو افغانستانی فعالانو او خبریالانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
هغوی شنبه د لیندۍ پر ۱۰مه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر عملي اقداماتو ټينګار کړی دی.
د ناستې جوړونکو د بشري حقونو له بنسټونو او د افغانستان په چارو کې پر ذیدخلو هېوادونو غږ کړی چې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د کار او زدهکړو په ګډون له خپلو ګڼو حقونو محرومې شوې دي.
تازه د چیلي، فرانسې او هسپانیې په ګډون شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته ارجاع کړې ده.
یادې محکمې بیا د دغو هېوادونو له نوښته هرکلی کړی دی.