روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۳۵
: 3

طالبانو په ننګرهار کې محلي ټولګي وتړل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ننګرهار پوهنې ریاست کې یوه باوري سرچینه تاییدوي، چې طالبانو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې محلي ټولګي تړلي دي.

 

د ننګرهار پوهنې ریاست کې یوه باوري سرچینه تاییدوي، چې طالبانو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې محلي ټولګي تړلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه ټولګي نن شنبه، ١٠ د لېندۍ، په کامې، دوربابا، روداتو، مومندرې، کوټ، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست د امر پر اساس تړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه سیمه ییزو ټولګیو د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د یونېسف په ګډون د یوشمېر نورو نړیوالو موسېساتو په مالی لګښت فعالیت کاوه.

په همدې حال د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د محلي ټولګیو یو ښوونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې یاد ښوونځی د طالبانو د پوهنې وزارت د یو مکتوب په اساس نن تړل شوي او دوی خپل زده کوونکي رخصت کړي دي.

تراوسه د طالبانو پوهنې وزارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو، له دې څو ورځې وړاندې په هلمند، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو هم یاد محلي ټولګي تړل شوي وو.

بلخوا د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا تېره اوونۍ په خوست ولایت کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و، چې وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.

د نوموړي په خبره په نوي تعلیمي نصاب کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پرځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x