روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۸-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۲۴
: 2

روسیه: له طالبانو سره د ترهګر نوم نښلول د اړیکو د پراختیا مخه نیسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، تر هغه چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه نه وي اېستل شوی، له دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده.

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، تر هغه چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه نه وي اېستل شوی، له دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده.

ماریا زاخاروا زیاته کړه، چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د اړیکو پراختیا اړینه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د چهارشنبې په ورځ وویل: «موږ په وار – وار ویلي چې روسیه د نړۍ د نورو قدرتونو په څېر له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښونو او د نشه یي توکو د قاچاق په ګډون د ګډو ګټو په مسلو کې له کابل سره عملي همکاري کوي.»

هغې زیاته کړه: «دې موخې ته رسېدل تر هغې ناشونې ده، چې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې وي.»

زاخاروا د هغه لایحې یادونه هم وکړه، چې د نومبر په ۲۵ د روسیې دوما ته وړاندې شوې ده.

د روسیې د دوما ځینو استازو د یوې لایحې مسوده وړاندې کړه، چې له مخې یې د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم په موقت ډول واېستل شي.

د روسیې د پارلمان ۱۲ غړو دغه طرحه پارلمان ته وړاندې کړې ده.

د روسیې اوسني قوانین په موقتي توګه د منع شویو سازمانونو د فعالیتونو د ځنډولو وړاندوینه نه ده کړې.

طالبانو لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره تر کتنې وروسته وویل، چې کرملین ژمنه کړې چې د روسیې د ممنوع الخروج سازمانونو له نوملړ څخه به د طالبانو نوم لرې کړي.

خو د کرملین ویاندې ټینګار کړی، چې تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x