«د ازادۍ پر لور د ښځو خوځښت» پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له طالبانو سره تعامل پرې کړي.
یاد خوځښت سهشنبه د لیندۍ پر ۶مه ویلي په پام کې لري چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د روانې میلادي میاشتې تر پایه خپل احتجاجي کمپاین ته دوام ورکړي.
نوموړي خوځښت په یو پرېکړهلیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره هر ډول سیاسي اړیکې پرې او په دوحه کې هم د دې ډلې سیاسي دفتر بند کړي.
د نوموړي خوځښت په خبره، نړیواله ټولنه دې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او د دیموکراتیکو ارزښتونو پر بنسټ بهیر څخه دې ملاتړ وکړي.
ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
اخوا، د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې ښځې او نجونې د کار او زدهکړو په ګډون له خپلو ګڼو بنسټيزو حقونو بېبرخې شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- معترضې ښځې: د طالبانو د بندیزونو له امله افغان مېرمنې له روحي او رواني ستونزو سره مخ شوې
- ملګري ملتونه: له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوو
- سراجالدین حقاني: امریکا دې له طالبانو سره د تعامل لار غوره کړي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- په پنجشیر کې د طالبانو جنایتونه
- طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي