روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۶-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۹
: 2

ریچارډ بېنټ: د طالبانو د مسیر بدلولو لپاره باید یوه لار ومومو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې د طالبانو د قانع کولو لپاره باید یوه لار پیدا شي، ترڅو خپل مسیر بدل کړي. هغه په همدې حال کې د حساب ورکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې د طالبانو د قانع کولو لپاره باید یوه لار پیدا شي، ترڅو خپل مسیر بدل کړي. هغه په همدې حال کې د حساب ورکولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بېنټ په یوه ویډیويي پیغام کې چې د نومبر د ۲۵مې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، ویلي چې د طالبانو وروستی اقدام یو نوی ظالمانه اخلاقي قانون دی چې نه یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلم زیاتوي، بلکې له دې هاخوا پر ټول نفوس، اقلیتونو، د مختلفو کلتوري شالیدونو لرونکو کسانو او حتی پر نارینه وو هم ظلم کوي.

هغه ویلي، که دا قانون بدل نه شي، د افغانستان راتلونکي نسلونه به د دې قانون پر اساس جوړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي وايي: «موږ باید د طالبانو د مسیر د بدلولو لپاره یوه لار پیدا کړو. په افغانستان کې حساب ورکول د راتلونکي، سولې او پخلاینې لپاره مهم دي.»

د هغه په وینا، یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا ده چې پکې جزایي عدالت شامل وي او له دې هاخوا تر انتقالي عدالت پورې پراختيا ومومي.

بېنټ ټینګار کړی چې په دې پروسه کې باید له افغانانو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو سره مشوره وشي او هغوی باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د هر ډول بشري حقونو او سیاسي پروسو برخه وي.

طالبانو د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه لګولي دي. له نړیوالو نیوکو سره-سره، دې ډلې تر اوسه خپل دریځ نه دی بدل کړی.

په وروستیو کې جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ اعلان وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د مخنیوي کنوانسیون د نقض له امله به طالبان نړیوالې محکمې ته راکاږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x