په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له ښڅو سره د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
نوموړي دفتر دوشنبه د لیندۍ پر ۵مه د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې سره په یوې ګډې اعلامیې کې د هغو کړنو د مخنیوی غوښتنه کړې چې په وینا یې، د ښځو حقونه او د هغوی بنسټيزو ازادیو ته سیستماتیک زیان اړوي.
یوناما ویلي چې افغانستان لاهم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه کچه لري چې په خبره یې، د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې د روان تبعیض لامله دا زورزیاتی لاپسې زیات شوی دی.
د یوناما په خبره، د طالبانو په واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د پام بهیر له منځه تللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي: «موږ د افغان ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځته کولو په موخه بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»
یوناما ویلي چې افغان مېرمنو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې پام وړ زړورتیا ښودلې ده.
یاد بنسټ ټينګار کړی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د افغانستان په ګډون د نړۍ په هېڅ ګوټ کې توجیه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نجونې او مېرمنې د کار او زدهکړو په ګډون له خپلو ځينو نورو بنسټيزو حقونو بېبرخې شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- مېرمن ګانیون، په کابل کې د یوناما سیاسي مرستیاله شوه
- یوناما: طالبان به د ښځو حقونو له رعایت پرته په نړیواله ټولنه کې ځای ونه لري
- جلاوطنۍ کې د خبریالانو او رسنیو ټولنه: یوناما دې د سادات د مړینې مسله په بې پرې توګه وڅېړي
- د بشري حقونو نړۍواله ورځ؛ یوناما: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکیچن دی
- د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په لوګر کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان نیولي دي