روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۵-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۵-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۲۲
: 2

چین، طالبان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته ور وبلل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د ځای او وخت یادونه نه ده شوې، خو ټاکل شوې چې دا غونډه په ترکمنستان کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیائو یونګ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي څخه غوښتي چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د ځای او وخت یادونه نه ده شوې، خو ټاکل شوې چې دا غونډه په ترکمنستان کې جوړه شي.

د چین ځانګړي استازي ترکمنستان ته د خپل سفر پرمهال د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د پنځمې غونډې د تدارکاتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د چین ځانګړي استازي ټینګار کړی چې امیر خان متقي باید د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د تکل په وینا، د چین استازي له متقي سره د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او د سیمې د چارو په اړه خبرې کړې دي.
متقي له چین سره د طالبانو اړیکه مثبته بللې او د دواړو اړخونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې د راغلو بدلونونو ستاینه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال ویاند په وینا، د چین ځانګړي استازي هم د کابل او پکن ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې بدلونونه مثبت بللي دي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x