د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودنکو ویلي، چې د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خبرې کول لاهم وختي دي.
نوموړي د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه به د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لېرې کولو بهیر ونه دروي.
دې روسي ډیپلومات ویلي: «د طالبانو له تحریک څخه د تروریستي سازمان د حیثیت د لېرې کولو لپاره د قانوني بهیر بشپړېدل به په مختلفو برخو په ځانګړي ډول په اقتصاد کې، د روسیې او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې ټینګې کړي.»
هغه زیاته کړې: «د اوسني افغان حکومت د رسميت پېژندنې په اړه خبرې کول لا وختي دي. راځئ چې په تدریجي او مرحلهوار ډول عمل وکړو، خو په قصدي توګه د پروسو د ګډوډولو اراده نه لرو.»
دې روسي ډیپلومات زیاته کړې چې روسیه د هغو موضوعاتو په اړه چې د دواړو لورو لپاره مهم دي د افغانستان له واکمنو سره د عملي تعامل د رامنځته کولو په هڅه کې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو څخه درې کاله اوړي، خو دا ډله تر اوسه پورې په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل شوې؛ خو ځینو هېوادونو لکه روسیې او چین له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې دي.
د یو ټولګډونه حکومت جوړول، له تروریزم سره مبارزه او د بشري حقونو درناوی هغه شرطونه دي چې ځینې هېوادونه یې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره وړاندې کوي.