په بغلان ولایت کې د صوفي لمونځ کوونکو د وژنې په اړه د غبرګونونو په دوام، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا برید غندلی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې «ټولې ټولنې باید د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندي او مصونې وي».
د پنجشنبې په شپه وسله والو کسانو د بغلان د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار کې د «زیارت سید پادشاه اغا سادات» پر زیارت برید وکړ او ۱۰ کسان یې ووژل.
د دی برید مسولیت داعش ډلې منلی دی.
دې ډلې تر دې مخکې هم د تصوف د پیروانو پر عبادت ځایونو د بریدونو مسوولیت منلی دی.
په دې لړ کې د ۱۴۰۱ کال د غویي په میاشت کې د کابل په شپږمه ناحیه کې پر یوې خانقاه برید وشو چې لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.
همداراز، د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې په کندز ولایت کې د امام صاحب ولسوالۍ یوه خانقاه د چاودنې هدف وګرځېده چې لږ تر لږه ۳۶ کسان پکې ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شول.
داعش ډله د افغانستان د اهل تشیع پر مذهبي ځایونو د بریدونو مسوولیت هم په غاړه اخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ د بغلان په پېښه کې د صوفیانو وژنې ته په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې مذهبي لږکي لاهم له جدي ګواښونو سره مخ دي.