هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې «وسله والو غلو» د نیاز محمد په نوم یو صراف او د هغه ۸ کلن زوی په ډزو وژلي او پېسې یې ترې وړې دي.
يوې ځايي سرچينې واېی چې دغه زوی او پلار نن شنبه، ۳ د لیندۍ سهار ۱۰:۰۰ بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند حکمت څلور لارې ته څیرمه وژل شوي.
د سرچينې په خبره، نياز محمد د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې صرافي درلوده، چې یاده سیمه کې پرې وسله والو غلو برید کړی او پیسې یې ترې وړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د پیښې ځای د طالبانو د استخباراتو مدیریت او د ولسوالۍ مقام سره ۱۰۰ متره فاصله لري، خو بیا هم وسله وال غله توانیدلي چې د پیښې له ځایه وتښتي.
هلمند کې ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې هم غلو یو ځوان وژلی و او موټر سایکل یې ترې وړی و.