د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په خوست او سمنګان کې یې پنځه کسان د «اخلاقي فساد» په تور په «دُرو» وهلي دي.
نوموړې محکمې پنجشنبه د لیندۍ پر لومړۍ په جلا خبرپاڼو کې لیکلي چې دوو کسانو ته یې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې «سزا» ورکړې ده.
د یادې محکمې په خبره، دا کسان هر یو په ۳۹ – ۳۹ دُرو محکوم شوي دي.
ورته مهال، یادې محکمې ویلي چې په سمنګان کې یې هم درېیو کسانو د «زنا» په تور «سزا» ورکړې ده.
د محکمې په خبره، دا کسان هم ۳۹ – ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
د یادونې ده چې طالبانو دوه ورځې مخکې هم په خوست او بغلان کې دوه کسان «مجازات» کړي وو.
اړوندې لیکنې :
- په خوست کې د طالبانو امر بالمعروف یوه ښوونیزه راډیو تړلې
- طالبانو په خوست کې د یوه قومي مشر د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت کور د بلډوزر په وسیله ویجاړ کړ
- د نړیوالې ټولنې اخلاقي ضعف او د افغانستان مظلومې ښځې
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبان په خوست کې د زدهکوونکو له ږېرو څارنه کوي
- په خوست کې د تصریري رسنیو د نشراتو بندښت پېل؛ د یو خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه بند شول