د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې د بګرام پر هوايي ډګر برید کې یې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
یادې جبهې پنجشنبه د لیندۍ پر لومړۍ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د بګرام هوايي ډګر څلورمه محافظتي پوسته په نښه کړې ده.
د نوموړې جبهې د ادعا له مخې، په وژل شویو کې د بګرام هوايي ډګر د قراول مرستیال «ملا ذاکر» هم دی.
یادې ټلوالې یادونه کړې چې طالبانو د پنجشیر، کابل، پروان، بغلان او کاپیسا ولایتونو سلګونه اوسېدونکي نیولي وو او بګرام زندان ته لېږلي دي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم نوموړې ټلوالې د کابل هوايي ډګر پر نظامي برخې د توغندیز برید ادعا کړې وه.