افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د تعلیمي، روغتیایي او خوندیتابه پروګرامونو له لارې د افغانستان د ماشومانو ملاتړ ته ژمن دي.
نن د نومبر ۳۰مه نېټه چې د لړم له ۳مې سره برابره ده، د ماشوم نړیوالې ورځې سره سمون لري.
اروپايي ټولنې ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی دي. د دې ټولنې دفتر زیاته کړې چې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ماشومانو او میندو سره په کلکه ولاړ دي.
افغانستان د ماشومانو لپاره له ناامنترینو ځایونو څخه ګڼل کېږي. اوس مهال اقتصادي او اقلیمي بحرانونه ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي.
د څو اړخیز فقر د شاخص (MPI) له راپور سره سم، په افغانستان کې له فقیرو وګړو څخه ۵۸.۹ سلنه يې ماشومان دي. په دې راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شو، ویل شوي چې د فقیرو ماشومانو شمېر د لویانو په پرتله نږدې پنځه میلیونه ډېر دی.
په همدې حال کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ماشومې نجونې له زده کړو څخه بېبرخې شوي او په کم عمر کې ودېږي.
اړوندې لیکنې :
- پر ماشومانو د ټولنیزو شبکو منفي اغېزې
- یوناما: طالبان به د ښځو حقونو له رعایت پرته په نړیواله ټولنه کې ځای ونه لري
- په افغانستان کې دجنسیتی آپارتایداو دټرامپ ملاتړ
- د اروپايي ټولنې مشرانو په منځني ختیځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه
- د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي وباله
- ایران له زندانونو زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقالیږي