په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یو ۲۶ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۲۹مه ویلي چې د دغه ځوان مړی د پنجوايي ولسوالۍ اړوند سیمه کې پېدا شوی دی.
د سرچینو په خبره، نوموړی د یوه ترانسپورتي شرکت کارکوونکی و او څه موده مخکې نادرکه شوی و.
تر اوسه د دغې وژنې انګېزه څرګنده نه ده.
په کندهار کې ځايي طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ناڅرګندو وسلهوالو څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.
اړوندې لیکنې :
- نامعلومې وژنې؛ کندهار کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي
- کندهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي
- کندهار کې یو سپین ږیري سړي ځان زندۍ کړی
- کندهار کې پر ۱۶ زره کروندګرو د کیمیاوي سرې او د غنمو د اصلاح شوي تخم ویش پېل شو
- په کندهار او بغلان کې ټرافيکي پېښو درې تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړي
- کندهار کې د پولیو ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی