هلمند کي ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو یو ځایي قومندان قاري سیفالله خپلې دوېمې مېرمنې د تبر په ګوزار وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، چې پېښه تېره شپه دوشنبه، ۲۸ د لړم، د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «شورشورک» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، یاده میرمن شاوخوا ۲۰ کاله عمر لري او څو میاشتې وړاندې د خپل پلار له لوري دغه طالب قومندان ته د ۹۰۰ زره افغانیو په بدل کې په نکاح شوې وه، چې د واده یې یوه میاشت پوره کیدله.
د دې وژنې لامل لا روښانه نه دی.
هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ورته پېښې شوې دي، چې په ډیری مواردو کې یې لامل اجباري ودونه او کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.
اړوندې لیکنې :
- ننگرهار کې یو طالب قومندان یو کس په موټر وهلی او مړشوی
- هلمند کې د یوه طالب په شمول دوه تنه وژل شوي
- کونړ کې یو طالب جنګیالی د یوې ښځې د تښتونې په تور ووژل شو
- لغمان ولایت کې یو طالب چارواکی ووژل شو
- له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې یو طالب جنګیالی ووژل شو
- د مقاومت جبهې د یوه طالب جنګیالي د وژل کېدو ادعا کړې