روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۴۰

په برلین کې افغان سفیر او په بُن ښار کې جنرال قونسل خپلې دندې پرېښودې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان دغو سیاسي استازولیو دوشنبه د لړم پر ۲۸مه په بېلو اعلامیو کې د خپل کار له پای ته رسېدو خبر ورکړی او ټينګار یې کړی چې مسوولیتونه یې خپلو همکارانو ته سپارلي دي.

 

په برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري او د جرمني په بُن ښار کې جنرال قونسل سید لطف‌الله سادات له خپلو دندو لاس اخیستی دی.

د افغانستان دغو سیاسي استازولیو دوشنبه د لړم پر ۲۸مه په بېلو اعلامیو کې د خپل کار له پای ته رسېدو خبر ورکړی او ټينګار یې کړی چې مسوولیتونه یې خپلو همکارانو ته سپارلي دي.

هغوی زیاته کړې چې د کوربه هېواد په غوښتنه او سیاسي ستونزو له کبله یې خپلې دندې پرېښې دي.

په جرمني کې افغان سفیر یما یاري زیاته کړې: «په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له دندې لاس اخلم او د اصولو او مقرراتو له مخې د ادارې چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپارم.»

ورته مهال، په بُن ښار کې افغان جنرال قونسل سید لطف‌الله سادات ویلي: «د کوربه هېواد د ځينو ملحوظاتو او سیاسي محدودیتونو په پام کې نیولو سره، زه د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسل په توګه خپله دنده پرېږدم.»

تر اوسه په دې اړه د جرمني بهرنیو چارو وزارت رسمي څه ویلي نه دي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګڼې په برلین کې افغان سفارت طالبانو ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې سیاسي څېرې او طالب ضد ټلوالې بیا په اروپايي هېوادونو کې طالبانو ته د افغانستان د سیاسي استازولیو سپارل خطرناک ګام بللی دی.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې په بریتانیا کې هم افغان سفارت د کوربه هېواد په غوښتنه وځنډول شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x