روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۰۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۰۴
: 1

د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په کابل کې یوه ښځه او یو سړی نیولي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د دغه وزارت «محتسبینو» په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د دغه وزارت «محتسبینو» په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د «نامشروع اړیکو» په تور نیولي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه، ۲۸ د لړم، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د کابل ښار له پنځمې ناحیې څخه نیول شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت زياته کړې، چې دغه دوه تنه له لومړنيو څيړنو وروسته د طالبانو عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف مامورینو تر دې مخکې هم څو ځله په کابل کې د «اخلاقي فساد» او «نامشروع اړیکو» په تور د خلکو د نیولو خبر ورکړی و.

له کله نه چې د طالبانو مشر د امربالمعروف قانون توشیح کړی د دغې ډلې د امربالمعروف مامورینو له لوري د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې په بېلابېلو تورونو د خلکو نیول زیات شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x