روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۴۵

د ټرمپ ملاتړ کوونکي مسلمانان: د نوي ولسمشر د کابينې ګومارلو له امله نهيلي شوي يو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوي بريالي شوي جمهوري پال ولسمشر ډونلډ ټرمپ مسلمان ملاتړ کوونکي وايي، چې د نوي ولسمشر په ملاتړ پښېمانه او نهيلي دي؛ ځکه چې په خپله کابينه کې جګړه‌ خوښوونکي وزيران ګومارلي دي.

 

د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوي بريالي شوي جمهوري پال ولسمشر ډونلډ ټرمپ مسلمان ملاتړ کوونکي وايي، چې د نوي ولسمشر په ملاتړ پښېمانه او نهيلي دي؛ ځکه چې په خپله کابينه کې جګړه‌ خوښوونکي وزيران ګومارلي دي.

د فيلدلفيا ښار يوه پانګه‌وال رابيول چوهدري ويلي: ټرمپ زموږ په مرسته بريالی شوی او ده، چې د بهرنيو چارو او نورو وزارتونو ته څوک خوښ کړي دي، دې کار يې نهيلي کړي يو.

ښاغلي چوهدري په پينسلوانيا کې د خپلو خلکو په همکارۍ شعارونه پورته کړي و، چې «د کاملا هاريس له ملاتړه لاس واخلئ» او خلک يې د ټرمپ ملاتړ ته هڅول. د سټراټيژيکو چارو ځينې کارپوهان په دې نظر دي، چې په ميشيګان او ځينو نورو ايالتونو کې ډونلډ ټرمپ د مسلمانانو د ملاتړ له امله ګټلې ده.

ټرمپ په کابينه کې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د اسرائيلو قوي ملاتړی جمهوري پال سناتور مارکو روبيو نوماند کړی دی.

روبيو څه موده وړاندې ويلي و، چې دی به هيڅکله په غزه کې د اوربند غوښتنه ونه کړي، نوموړی په دې باور دی، چې اسرائيلي يرغلګر بايد د حماس ټول غړي ووژني او په وينا يې «دوی خطرناک حيوانات دي.»

د امريکا نوي بريالي شوي ولسمشر مايک هاکابي اسرائيلو ته خپل نوی سفير نومولی دی. نوموړی تر دې وړاندې د ارکنسو والي و او د اسرائيلي يرغلګرو قوي ملاتړی دی.

همدارنګه يې جمهوري پاله اليز سټيفانيک ملګرو ملتونو لپاره خپله نوې سفيره نومولې ده. د کارنګريس دغې سخت دريځې وکيلې څه موده وړاندې ويلي و، چې ملګري ملتونو د يهودانو ضد ټولنه ده او دا وينا يې وروسته تر هغه کړې وه، چې ملګرو ملتونو په غزه کې د ښځو او ماشومانو وژنه غندلې وه.

د امريکايي مسلمانانو د ټولنې يوه بل غړي ريکسينالډو نازارکو ويلي: مسلمانانو له دې امله په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ملاتړ وکړ، چې دی به په خپله کابينه کې د سولې او ثبات ملاتړ کوونکي کسان ځای پر ځای کړي، خو د دوی د هيلو پر خلاف نوموړي په خپله کابينه کې د اسرائيلو د جګړه‌‌ييزې پاليسۍ ملاتړ کوونکي داخل کړي دي.

نازارکو زياته کړې: «ښکاري، چې دغه اداره په بشپړ ډول د اسرائيلو او جګړو ملاتړ کوونکو څخه ډکه شوې او د دې معنا همدا ده، چې ټرمپ د سوله خوښو کسانو په استازولۍ کې ناکام شوی دی.»

د مسلمانانو د ټولنو مشران وايي، چې د دوی له اټکل و اندېښنو زيات سخت دريځي کسان د ټرمپ په کابينه کې ځای پر ځای شوي دي او دوی هيله لري، چې د کورني امنيت پخوانی مشر ريچارډ ګرينيل به د مسلمانانو دا نيوکې او احتجاج ټرمپ ته ورسوي؛ ځکه چې نوموړی د ټرمپ له لوري له مسلمانانو سره د اړيکو مسؤول و او دی هم په دې هيله و، چې ښايي نوموړی د بهرنيو چارو وزير وګومارل شي.

د ټرمپ د ټاکنيز کمپاين نورو مسؤولينو لبناني الاصله امريکايي مسعد بولس او د ټرمپ د زوم پلار ټيفاني هم د انتخاباتي کمپاين پر مهال له مسلمانانو غوښتي و، چې خپلې رايې ټرمپ ته ورکړي او دوی ته يې ډاډ ورکړی و، چې نوموړی به ډېر ژر په منځني ختيځ او نورو سيمو کې روانې جګړې پای ته ورسوي.

خو د ټرمپ د کمپاين د عامه اړيکو مرستياله لبناني الاصله امريکايۍ رولا مکي د مسلمانانو له دغو نيوکو او اندېښنو سترګې پټوي او وايي، چې تر ټولو اړينه خبره د ټرمپ خپل هوډ دی، چې هغه سوله‌ييز انسان دی او جګړې ختمول غواړي.

نوموړې وايي، چې خلک باید دا خبره درک کړي، چې له تېر يوه کال راهيسې شاوخوا پنځوس زره فلسطينيان او درې زره لبنانيان وژل شوي دي او دا ټول د بايډن د اوسنۍ ادارې پر مهال شوي دي

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x