روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۳

خلیلزاد: واک ته بیرته د ټرمپ راستنېدنه د دوحې د توافق‌لیک د بشپړې پلي کېدا یو فرصت دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ټرمپ بیرته راستنېدنه د دوحې د توافق‌لیک د بشپړې او ټولو جزییاتو د پلي کېدا یو ښه فرصت دی.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ټرمپ بیرته راستنېدنه د دوحې د توافق‌لیک د بشپړې او ټولو جزییاتو د پلي کېدا یو ښه فرصت دی.

ښاغلي خلیلزاد دا خبرې نن شپه پنجشنبه، ۱۷ د لړم پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

د دوحې توافق‌لیک د امریکا او طالبانو تر منځ تر اوږدو خبرو-اترو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ لاسلیک شو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړه.

دا توافق‌لیک د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب عبدالغني برادر لاسلیک کړ.

تر دې توافق‌لیک وروسته طالبانو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو خپل بریدونه زیات کړل او په اخیر کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته د افغانستان پخوانی حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د دې ډلې په لاس سقوط شو.

د دوحې د توافق‌لیک د لاسلیک له وخته بیا تر اوسه، طالبانو او امریکا په ځلونو یو-بل د دې تړون په نقض تورن کړي دي.

د دې توافق‌لیک ځيني برخې خپرې شوې دي، خو یوه محرمه برخه یې لا هم پاتې ده او معلومه نه ده چې پر کومو شیانو توافق پکې شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x