روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۲۵

ننګرهار کې یو زوی خپل پلار حلال کړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی.د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره شپه سې شنبه، ۱۵ د لړم، د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولت زیو» سیمه کې د تواب په نامه یو ځوان خپل پلار د چړې په وسیله حلال کړی دی.

په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره شپه سې شنبه، ۱۵ د لړم، د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولت زیو» سیمه کې د تواب په نامه یو ځوان خپل پلار د چړې په وسیله حلال کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې دا پېښه د زوی او پلار ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې یاد ځوان په اصل د کونړ ولایت اوسیدونکی و، چې اوسمهال د چپرهار په دولتزو سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد ځوان په نشه یي توکو روږدی و او د شپې لخوا د خپل پلار د خوب خونې ته ورغلی او هغه یې په ډیره بې رحمۍ وژلی دی.

بلخوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولینو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یي دي چې، په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی.

امنیتي مسوولینو زیاته کړې چې قاتل له سیمې تښتیدلی خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم یو زوی خپل پلار وژلی و.

په هیواد کې ډېر کله دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي او لفظي شخړو له امله رامنځته کېږي، چې لامل یې تر ډیره د ځوانانو بې روزګاري او اقتصادي ستونزې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x