د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام موندلي، چې په افغانستان کې د تېر پرتله بېوزلي لا زياته شوې او له همدې کبله دغه هېواد د هغو۲۲ هېوادونو په نوملړ کې دی، چې وګړي یې د لوږې له بحران سره مخ دي.
دغه پروګرام په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ ګراف له لوړې سره ګڼ افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.
د راپور یوه برخه:« افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی، چې د خراب اقلیم اغېزو د دې هېواد ډېری وګړي له لوږې سره مخ کړي دي. سېلابونه او وچکالي دواړه زیات شوي او د هېواد هر ولایت سږ کال د اقلیم له کړکېچ اغېزمن شوی دی.»
د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو په اړه د نړيوالو بنسټونو اندیښنو پر دوام وايي، نړیواله ټولنه باید د خپلو مرستو په دوامداره کولو او زياتولو سره په افغانستان کې د لوږې ناورین په مهارولو کې فعاله ونډه واخلي او دې هېواد سره مرستې سیاسي نه کړي.
ځېنې نور بیا په دې اند دي چې په افغانستان کې د لوږې اصلي عوامل اقلمي بدلون او د نړيوالو له لورې پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه او بانکي محدویتونه دي.
د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوي، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې مسوولينو تېره اوونۍ په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۲۴ ميليونه زيات ښودلی وو.
اړوندې لیکنې :
- ولې باید په افغانستان کې د مذهبي تفرقې په اړه اندېښنه وکړو؟
- ولې د طالبانو دظالمانه قوانینو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه ناکام پاتې دی؟
- د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟
- د افغانستان له خلکو سره د لویدیځ دوه مخی لوبه