روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۵۵

د امریکا په ټاکنو کې د امریکا مسلمانانو او عربانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ هڅې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو رانږدې کېدو له ورځې سره جوخت، د امریکا په ولسمشریزو ټاکتو کې د جمهوري‌غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د مېشتو مسلمانانو او عربانو رایې ترلاسه کړي.

 

د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو رانږدې کېدو له ورځې سره جوخت، د امریکا په ولسمشریزو ټاکتو کې د جمهوري‌غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د مېشتو مسلمانانو او عربانو رایې ترلاسه کړي.

پولیټیکو شنبه د نوامبر پر ۲مه راپور ورکړی چې ټرمپ د امریکا په میشیګان ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي و چې په منځني ختیځ کې ډېر امریکايي مسلمانان او عربان خپلوان او کورنۍ لري، خو کاملا هرېس د لیز چني په څېر له جګړې غوښتنې سره کمپاین کوي.

هغه زیاته کړې ده: « ډیموکراټان غواړي د امریکايي مسلمانانو او عربانو رایې ترلاسه کړي، خو هغه [هرېس] د لیز چني چلند غوره کوي، د چا چې پلار تقریباً منځنی ختیځ ویجاړ کړ.»

ټرمپ دوه ورځې مخکې په میشیګان کې د لبناني ټولنې له غړو سره چې په امریکا کې د عربانو ترټولو لوی ښار دی، لیدنه کړې وه.

که څه هم امریکايي عربان په معمول ډول ډیموکراټانو ته رایه ورکوي، خو په نظرپوښتنو کې د هرېس ملاتړ د ۲۰۲۰ کال د جو بایډن په پرتله ۱۸ امتیازه کښته شوی دی، په داسې حال کې چې ټرمپ یو څه پرمختګ کړی.

یو شمېر ​​امریکايي عربان او مسلمانان رایه‌ورکوونکي په دې باور دي چې هرېس ته رایه ورکول د منلو وړ نه ده، ځکه چې د دوی په وینا، د بایډن دولت له اسرائیلو سره د غزې او د لبنان سوېل په بریدونو کې همکاري کوي.

د یادونې ده چې په میشیګان ایالت کې شاوخوا ۴۰۰ زره امریکایي عربان ژوند کوي.

ورته مهال، جمهوري‌غوښتونکو ۴۰ سلنه او ډیموکراټانو ۴۱ سلنه له وخت مخکې رایې چې ۶۶ میلیونه کېږي ځانونو ته اختصاص کړې دي.

د وروستیو نظرپوښتنو له مخې، ټرمپ په پنسلوانیا، میشیګان، اریزونا او جورجیا ایالتونو کې له هرېس څخه مخکې دی.

ټاکل شوې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې دوه ورځې وروسته ترسره شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x