روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۶

د تېرو دوو لسیزو پرمهال په هېواد کې ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ژوند بایللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د خبریالانو مرکز «AFJC» وايي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال په افغانستان کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د جګړو او یا د سازمان شویو جرمونو په ترڅ کې ژوند بایللی دی.یاد مرکز جمعه د لړم پر ۱۱مه په یو خپاره کړي بیان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له مجازاتو د معافیت پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې له مجازاتو د معافيت کلتور له کبله په ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز «AFJC» وايي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال په افغانستان کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د جګړو او یا د سازمان شویو جرمونو په ترڅ کې ژوند بایللی دی.

یاد مرکز جمعه د لړم پر ۱۱مه په یو خپاره کړي بیان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له مجازاتو د معافیت پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي چې له مجازاتو د معافيت کلتور له کبله په ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی.

همداراز دغه بنسټ د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونې د درېیو وژنو، د ګواښونو او تاوتریخوالي لسګونه پېښو او له ۲۲۰ څخه ډېرو د نیول کېدو په ګډون لږ تر لږه ۴۴۷ پېښې ثبت کړي دي.

د بیان پر بنسټ، پر دې سربېره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پر خبريالانو او رسنيو بنديزونه په بې مخینې توګه ډېر شوي دي.

په بیان کې راغلي دي: «… د افغانستان خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي ترڅو د قرباني شويو خبریالانو په اړه عدالت ټینګ کړي او د رسنیو او خبریالانو اساسي حقونو ته د درناوي ترڅنګ هغه کړنلارې چې د رسنیو ازادي یې په بې ساري ډول محدوده کړې، لغو کړي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز په باور، افغانستان کې د قرباني شوي خبریالانو لپاره د عدالت ټینګښت هېڅ څرک نه ليدل کېږي.

د يادونې ده چې نن شنبه (لړم، ۱۲مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له مجازاتو د معافیت د پای ته رسولو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

تېره میاشت د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو پر فعالیت د نویو بندیزونو په هکله اندېښنه ښودلې وه.

طالبانو څو میاشتې مخکې د دغه مرکز فعالیت «بې باوره» اعلان کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x