روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۲۱:۰۷
: 1

افغان خبریالانو د طالبانو له بنده د حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو له شرط او ځنډ پرته د خبریال حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.دوی دوشنبه د لړم پر ۷مه په خپاره کړي بیان کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د فرهادي د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي.

په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو له شرط او ځنډ پرته د خبریال حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی دوشنبه د لړم پر ۷مه په خپاره کړي بیان کې د رسنیو او بیان ازادۍ له ملاتړو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د فرهادي د خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي.

د بیان پر بنسټ، طالبانو دا خبریال په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

په دغه بیان کې راغلي دي: «زموږ هغه همکاران چې د طالبانو له خوا د خبریالۍ په جرم بندیان دي باید سملاسي خوشي شي.»

دې خبریالانو ویلي چې د دوی د موندنو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۳۱۰ خبریالان نیولي او یو شمېر یې په «ډېر ناوړه ممکنه ډول شکنجه» کړي دي.

د يادونې ده چې حمید فرهادي او ورور يې د روان لمريز کال د وږي پر ١٣مه په کابل کې د طالبانو استخباراتو له خوا نيول نیول شوي وو.

طالبانو څه موده وروسته د هغه ورور خوشې کړ، خو دی لا هم د دغې ډلې په بندخونه کې دی.

دغې ډلې تر اوسه د فرهادي د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

تېره میاشت طالبانو په کابل کې د افغان نیوز خبریال مهدي انصاري هم نیولی و.

د انصاري له نيول کېدو وروسته د افغانستان د خبريالانو مرکز اعلان کړی و چې د نوموړي د برخليک په تړاو معلومات نشته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x