روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۷-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۸

سابرینا اوګولیني: افغانستان کې بشري حقونو مسئلو ته پاملرنه به زما اصلي ماموریت وي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره سابرینا اوګولیني وايي چې بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه به د نوموړې اصلي ماموریت وي.د افغانستان لپاره د ايټالیا سفارت شنبه د لړم پر ۵مه د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې د کابل لپاره د دغه هېواد د نوې سفيرې په توګه د مېرمن اوګوليني د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره سابرینا اوګولیني وايي چې بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه به د نوموړې اصلي ماموریت وي.

د افغانستان لپاره د ايټالیا سفارت شنبه د لړم پر ۵مه د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې د کابل لپاره د دغه هېواد د نوې سفيرې په توګه د مېرمن اوګوليني د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپل ماموریت مخته یوسي.

اوګولیني زیاته کړې ده: «ویاړم چې په دوحه کې په مسوولانه ډول د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیرې په توګه دنده په خپله غاړه اخلم. له افغانانو سره د ایټالیا د بشردوستانه ژمنې پر بنسټ، بشري حقونه او د ښځو او نجونو وضعیت به زما د ماموریت اصلي موخه وي.»

له اوګولیني مخکې ناتالیا کوینتاویل دا ماموریت مخته وړلو.

ورته مهال، اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیرې د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.

نوموړې استازولۍ د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې اوګولیني ته د بریا هیله کړې ده.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او د افغانستان اړوندې چارې له دوحې څخه مخته وړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x