روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۴-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۱

په هرات او ننګرهار کې دوه ځوان هلکان وژل شوي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ننګرهار او هرات کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغو ولایتونو کې دوه ځوان هلکان د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوي دي. سرچینېو پنجشنبه د لړم پر ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې یو ځوان پرون په ګوشتې ولسوالۍ د «تبر» په مټ وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه ځوان د قرآن حافظ و او له جوماته کورته د ستنېدو پرمهال د ناپېژندو کسانو له خوا وژل شوی دی.

په ننګرهار او هرات کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغو ولایتونو کې دوه ځوان هلکان د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوي دي.

سرچینېو پنجشنبه د لړم پر ۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې یو ځوان پرون په ګوشتې ولسوالۍ د «تبر» په مټ وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغه ځوان د قرآن حافظ و او له جوماته کورته د ستنېدو پرمهال د ناپېژندو کسانو له خوا وژل شوی دی.

په همدې حال کې، سرچینو په هرات کې هم د یوه ۲۷ کلن ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه ځوان چې د یوې مخابراتي شبکې د انتن ساتنه کوله، د لړم په لومړۍ نېټه، د سې شنبې پر شپه د کرخ ولسوالۍ د «ریزک» په کلي کې د خپل کار په ځاى کې د چړې په ګوزارونو وژل شوى دى.

تر اوسه د دغو دوو پېښو انګېزه نه ده څرګنده شوې.

په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې په بې ساري ډول زياتې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x