روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۲۲
: 2

طالبانو په نیمروز کې د یو کلي ۴۰ اوسېدونکي نیولي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د نيمروز سيمه‌‌ييزې سرچينې وايي چې طالبانو د دغه ولايت د یو اوسېدونکي کور ته د دغې ډلې د درېيو جنګياليو د ننوتلو په هکله د خلکو د خبرولو په تور لږ تر لږه ۴۰ کسان نيولي او بنديان کړي دي.سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ويلي، دوه شپې مخکې د کنګ ولسوالۍ اړوند په «حاجي عزیز ماککي» کلي کې درې طالب جنګیالي په داسې حال کې چې هېڅ نارینه په کور کې حضور نه درلود، د دغه کلي د یو اوسېدونکي کور ته ننوتلي وو.

د نيمروز سيمه‌‌ييزې سرچينې وايي چې طالبانو د دغه ولايت د یو اوسېدونکي کور ته د دغې ډلې د درېيو جنګياليو د ننوتلو په هکله د خلکو د خبرولو په تور لږ تر لږه ۴۰ کسان نيولي او بنديان کړي دي.

سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ويلي، دوه شپې مخکې د کنګ ولسوالۍ اړوند په «حاجي عزیز ماککي» کلي کې درې طالب جنګیالي په داسې حال کې چې هېڅ نارینه په کور کې حضور نه درلود، د دغه کلي د یو اوسېدونکي کور ته ننوتلي وو.

د سرچینو په وینا، طالب جنګیالیو د ننوتلو پرمهال د دې کورنۍ غړي چې ټول ښځې او ماشومان وو، له کوره د ایستلو په موخه ځورولي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، وروسته له دې چې طالب جنګیالي د سیمې خلکو په مرسته را وویستل شول، د دغې ډلې نورو ګڼ شمېر جنګیالیو پر دغه کلي چاپه وهلې او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې له ځان سره بیولي دي.

که څه هم دغه کور ته د طالبانو د ننوتلو لامل نه دی څرګند شوی، خو د دغې ډلې له منځه سرچینو ویلي چې د جنګیالیو موخه یې د د نشه‌يي توکو پلټنه وه.

په نیمروز کې طالب سیمه‌ییزو مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د يادونې ده چې طالبان له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دوامداره توګه د بېلابېلو پلمو له وجې د خلکو کورونو ته ننوتلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x