روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۱۰
: 2

ننګرهار کې د جنايي پېښو دوام؛ ناڅرګندو وسله‌والو یو سړی په ډزو وویشت

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله‌والو یو سړی خپل کور کې په ډزو ویشتی او وژلی یې دی.سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ګوشتې ولسوالۍ کې شوې ده.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په ننګرهار کې ناڅرګندو وسله‌والو یو سړی خپل کور کې په ډزو ویشتی او وژلی یې دی.

سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲مه، ویلي چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په ګوشتې ولسوالۍ کې شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له پر بنسټ، دا سړى محمد سراج نومېده.

تر اوسه د دې پېښې انګېزه نه ده په ډاګه شوې.

په ننګرهار کې د طالبانو مسوولانو هم پېښه منلې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

څو ورځې مخکې هم د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یوې مېرمنې له خپل پخواني ملګري سره په همکارۍ خپل خاوند وژلی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x