ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ سیمه کې یو کس دوه طالب نظامیان په ډزو وژلي دي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پېښه تېر ماښام دوشنبه، ۳۰ د تلې، ناوخته د کامې او ګوشتې ولسوالیو ترمنځ «سنګر سرای» قرېې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس په یاده سیمه کې یو کس پر دوو طالب سرتیرو چې په موټر سایکل سپاره وو، ډزې کړي او دواړه یې ځای پر ځای وژلي دي.
سرچینه زیاتوي له پېښې وروسته یاد کس له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو له طالبانو یې وسلې او موټر سایکل هم له ځانه سره بیولي دي.
که څه هم ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو په ورته مهال د طالبانو په یو ګروپ کې له یادې پېښې یادونه شوې او په کې د هغه کس نوم چې طالبان یې وژلی حمزه ښودل شوی، چې په اصل د کامې ولسوالۍ د ماما خېلو سیمې اوسیدونکی دی.
په یاد ګروپ کې د نوموړي کس عکس هم خپور شوی او په کې له نورو طالب امنیتي سرتیرو غوښتنه شوي چې د دغه کس په نیولو کې همکاري وکړي.
تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخيستی.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی
- ناپېژاندو وسلهوالو په ننګرهار کې یوه ښځه وژلې
- په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي
- په ننګرهار ولایت کې ناموسي وژنه؛ یوه کس خپله اينګور وژلې
- ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبیدو پېښه کې د قربانیانو شمیر اتو کسانو ته لوړ شوی