روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۵۷
: 2

د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له خوا د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل یو تریخ حقیقت دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل یو تریخ حقیقت دی.

 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل یو تریخ حقیقت دی.

د بخښنې نړیوال سازمان دوشنبه د تلې پر ۳۰مه په یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې د افغانستان مدني ټولنه د طالبانو له خوا پاشل شوې ده.

په بیان کې راغلي: «خبریالان، مدني فعالان او معترضان په منظم ډول هدف ګرځي او ډېری یې پټېدو یا له هېواده تېښتېدو ته اړ شوي دي.»

دغه بنسټ د بندیانو د خوشې کېدو لپاره پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشارونه اغېزمن بللي دي.

د بیان پر بنسټ، د بشري حقونو له مدافعانو نړيوال ملاتړ لازمي دى.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، ایران، پاکستان او ترکیه کې مېشت افغان فعالان له جدي مالي ننګونو او د ایستلو ګواښ سره مخ دي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو بیاځل واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر هېوادوالو په ځانګړې توګه پر ښځو او مدني فعالانو ځپونکي محدودیتونه وضع کړي دي.

دغه نړیوال سازمان څو ورځې مخکې ویلي و چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېکړه‌لیکونه د افغانستان له خلکو په کافي اندازه ملاتړ نه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x