روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۰۸
: 2

ازادۍ جبهې د کابل پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو مسووليت ومانه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې د دغې جبهې ځواکونو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل هوايي ډګر پوځي برخې د راکټي بریدونو هدف ګرځولي دي. د ازادۍ جبهې دوشنبه د تلې پر ۳۰مه د اېکس پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان ویلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د کابل هوايي ډګر پر پوځي اهدافو د څو راکټونو له توغولو وروسته، طالب جنګیالیو سره نښته کړې ده. دغې جبهې د کره معلوماتو له وړاندې کولو پرته ادعا کړې چې د دغه بريد پر ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې د دغې جبهې ځواکونو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل هوايي ډګر پوځي برخې د راکټي بریدونو هدف ګرځولي دي.

د ازادۍ جبهې دوشنبه د تلې پر ۳۰مه د اېکس پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي بیان ویلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د کابل هوايي ډګر پر پوځي اهدافو د څو راکټونو له توغولو وروسته، طالب جنګیالیو سره نښته کړې ده.

دغې جبهې د کره معلوماتو له وړاندې کولو پرته ادعا کړې چې د دغه بريد پر ترڅ کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په بیان کې څرګنده شوې ده: « دا لومړی برید په مشخصو اهدافو د څو راکټونو له توغولو سره پېل شو او له مرګ‌ژوبلې او د دښمن په لیکو کې د ګډوډۍ له رامنځته کولو وروسته د جبهې د ښاري ګروپ پیاده ځواکونو د یوه منظم او پلان شوي برید له مخې د دښمن مرګ‌ژوبله دوه برابره کړه.»

د يادونې ده چې تېره شپه سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و چې د کابل پر هوايي ډګر راکټونه توغول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تېره ورځ هم د ازادي جبهې د کابل په دارالامان سړک کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x