روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۱۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۱۶
: 2

د پاکستانی طالبانو په خپل‌منځي نښته کې څلور کسان وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سرچینې وايي چې د خیبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ترمنځ د خپل‌منځي نښتې په ترڅ کې د دغې ډلې د یوه قوماندان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.ډان یکشنبه د اکټوبر پر ۲۰مه راپور ورکړی چې دا نښته تېره ورځ د قوماندان نیاز وزیر او قوماندان منهاج بټ د جنګیالیو ترمنځ شوې ده.د راپور پر بنسټ، په دې نښته کې نياز وزير او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.

سرچینې وايي چې د خیبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ترمنځ د خپل‌منځي نښتې په ترڅ کې د دغې ډلې د یوه قوماندان په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

ډان یکشنبه د اکټوبر پر ۲۰مه راپور ورکړی چې دا نښته تېره ورځ د قوماندان نیاز وزیر او قوماندان منهاج بټ د جنګیالیو ترمنځ شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په دې نښته کې نياز وزير او د هغه درې ساتونکي وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دا نښته د منهاج بټ له خوا د نیاز وزیر د وژل کېدو له امر وروسته چې تازه له افغانستانه پاکستان ته دننه شوی و، پېل شوې ده.

وزیر په سوېلي وزیرستان کې د ټي‌ټي‌پي د عملیاتو مسوول و.

دا نښته د بیرمل ولسوالۍ په «نندرون او نارګاسا» غرنيو سيمو کې شوې ده.

وروستي کلونه په يادو سیمو کې د وسله‌والو فعالیتونه ډېر شوي دي.

همداراز تېره ورځ په یوې بلې پېښه کې د لکي‌مروت ولسوالۍ په تختي‌خېلو سیمه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو سره د نښتې پرمهال یو وسله‌وال وژل شوی دی.

په دې نښته کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

په يوې بلې پېښه کې د خيبرپښتونخوا په خان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله دوه پاکستاني پوځیان ټپيان شوي دي.

‌پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

له دې مخکې هم د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ترمنځ د خپل‌منځي نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x