روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۵۲

د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.شريف دغه څرګندونې چهارشنبه د تلې پر٢٥مه، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای سازمان په غونډه کې کړې دي.هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان باید له افغانستانه د نورو هېوادونو پر وړاندې د «ترهګریزو ډلو» د استفادې مخه ونیسي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

شريف دغه څرګندونې چهارشنبه د تلې پر٢٥مه، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای سازمان په غونډه کې کړې دي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې طالبان باید له افغانستانه د نورو هېوادونو پر وړاندې د «ترهګریزو ډلو» د استفادې مخه ونیسي.

د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکي له نړیوالې ټولنې هم غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، یو باثباته افغانستان د سیمه ییزو اقتصادي پروژو له پلي کېدو سره مرسته کولای شي.

په دې غونډه کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د چین د « یو کمربند او ېوې لارې» طرحې د پراختیا غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ دهو چې اسلام اباد پرون د شانګهای د غونډې شاهد و.

په دې غونډه کې د چين لومړي وزیر لي کيانګ؛ د روسیې لومړی وزیر میخایل میشوستین،؛ د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیم جی‌شنکر؛ د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف او د قرغزستان، بیلاروس، قزاقستان، تاجکستان او منګولیا لومړي وزیرانو ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د یو شمېر هېوادونو مشرانو له طالبانو د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x