روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۵۰

برېتانیا د افغانستان د سلګونو ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې درخواست مني

پایگاه خبری تحلیلی روایت : برېتانوي رسنيو راپور ورکړی، چې د بریتانیا دولت د افغانستان د ځانګړو امنيتي ځواکونو په تړاو پر خپلې پخوانۍ پرېکړې په بیا ځلې غور کولو سره د هغوی سلګونه تنه دغه هیواد ته د ورتګ پر شرایطو برابر بللي دي.د محافظه‌کار ګوند تر مشرۍ لاندې برېتانوي دولت د فبروري مياشتې پرمهال د افغانستان د پخوانیو دوه زره ځانګړو ځواکونو پناه غوښتنه رد کړې وه.

برېتانوي رسنيو راپور ورکړی، چې د بریتانیا دولت د افغانستان د ځانګړو امنيتي ځواکونو په تړاو پر خپلې پخوانۍ پرېکړې په بیا ځلې غور کولو سره د هغوی سلګونه تنه دغه هیواد ته د ورتګ پر شرایطو برابر بللي دي.

د محافظه‌کار ګوند تر مشرۍ لاندې برېتانوي دولت د فبروري مياشتې پرمهال د افغانستان د پخوانیو دوه زره ځانګړو ځواکونو پناه غوښتنه رد کړې وه.

د بي بي سي له راپور سره سم، دا کسان د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د سي ايف ۳۳۳ او اي ټي ايف ۴۴۴ قطعاتو غړي دي چې په «درې شمیریزو» واحدونو پېژندل کېدل او په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي دي.

د بي بي سي څېړنیزې پاناراما خپرونې د ۲۰۲۴ کال د فبروري میاشتې پرمهال د دې ځواکونو د پناه غوښتنې له قضیې پرده پورته کړه.

د بي بي سي په وینا، د برېتانیا د دفاع وزارت پارلماني معاون لوک پولارد د دې هیواد د عوامو د مجلس استازو ته ويلي، چې ارزونې ښيي چې د اقامت لپاره ځينې شوې غوښتنې په تېروتنې رد شوې دي.

د ده په وینا، په دې ارزونو کې هیڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې «بد نیت» دلالت وکړي او د رد یوازینی لامل د اسنادو د ساتنې په برخه کې ځينې تیروتنې وې.

د ښاغلي پولارد په وینا، تراوسه له رد شویو غوښتنو څخه ۲۵ سلنه یې بيرته ارزول شوي او منل شوې دي.

دې برېتانوي چارواکي ويلي، چې تازه شواهد ښيي چې د افغانستان د پوځ ځینو سرتېرو د بریتانیا له دولت څخه په مستقیمه توګه حقوق ترلاسه کول او په دې توګه په برېتانیا کې د میشتېدو وړ وو او د غوښتنلیکونو د ارزونې په پروسه کې د دې مسئلې له پام غورځول د هغوی د ردېدو لامل شوي دي.

ګارډین لیکلي، د رد شویو غوښتنلیکونو په تړاو تر بیا ځلې غور وروسته اټکل کېږي چې د افغانستان ۵۰۰ ځانګړي ځواکونه به چې د برېتانوي ځواکونو ترڅنګ جنګېدلي وکولای شي برېتانیا ته راشي.

دې رسنۍ لیکلي، ځينې ځواکونه له طالبانو پټ شوي او څو سوه تنه پاکستان ته تښتېدلي دي، خو هلته هم د شړلو له خطر سره مخ دي. ګارډین لیکلي، ویل کېږي چې شپږ تنه له انګرېزانو سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x