سرچينې وايي چې د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان د پاکستاني پوليسو د ډزو په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
سرچینو واېي دا پیښه د چهارشنبه د اکټوبر پر ۹مه، په «واڼه» سیمه کې هغه مهال رامنځته شو چی پوځیانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په جرګه کې د دې کاروان د ګډون مخه نیولې ده.
پاکستاني پوځ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
له دې مخکې سرچینو د خیبر په «جمرود» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د دغه غورځنګ د خېمې د ویجاړېدو خبر ورکړی و.
د پاکستان دولت پر دې غورځنګ بندیز لګولی او د منع شویو سازمانونو په نوملړ کې یې شامل کړی دی.
ټاکل شوې دوه ورځې وروسته د خیبرپښتونخوا قومونه د خیبر په «جمرود» سیمه کې یوه لویه جرګه وکړي.