روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۴:۴۶

په بدخشان کې یو طالب جنګيالي خپله ورېندار د واده وړانديز د نه‌منلو له کبله وژلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یو طالب جنګيالي د خپل ورور پخوانۍ مېرمن له دې کبله وژلې چې د واده وړانديز يې نه دی منلی.

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، یو طالب جنګيالي د خپل ورور پخوانۍ مېرمن له دې کبله وژلې چې د واده وړانديز يې نه دی منلی.

سرچینو سه‌شنبه د تلې پر ۱۷مه، منلې دا ښځه شاوخوا دوه اوونۍ مخکې تښتول شوې وه او مړی یې تېره ورځ په جرم ولسوالۍ کې د خپل کور مخې ته موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دې ۳۷ کلنې ښځې نه غوښتل چې د خپل پخواني خاوند له ورور سره واده وکړي.

دې ښځې شاوخوا درې کاله مخکې خپل پخوانی خاوند له لاسه ورکړی و.

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دې ښځې د جرم ولسوالۍ په کلينيک کې د خدمه کارکوونکې په توګه کار کاوه.

په بدخشان کې طالب سيمه‌یيزو مسوولينو هم د دې ښځې وژنه منلې او ویلي یې دي چې د پېښې په تړاو يې يو کس نيولى دى.

له دې مخکې هم طالب جنګیالیو نجونې او ښځې د واده غوښتنې د نه‌منلو له کبله وژلې وې.

څو میاشتې مخکې طالبانو د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوه ځوانه نجلۍ له دې کبله په ډزو وژلې وه چې د واده وړاندیز نه و منلی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x