روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۵۶
: 2

ملي مقاومت جبهه: د طالبانو ۱۳ غړي مو ووژل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان ملي مقاومت جبهې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو په یوې قرارګاه کې د چاودنې او ډزو مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د طالبانو ۱۳ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.د ملي مقاومت جبهې‌په خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې پرون جمعه، ۱۳ د تلې، ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې د دره ولسوالۍ اړوند د «محمد بیګ خېلو» په کلي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د درېیم ټولي پر ځواکونو هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو په یوې قرارګاه کې د چاودنې او ډزو مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د طالبانو ۱۳ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې‌په خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې پرون جمعه، ۱۳ د تلې، ماښام شپږ بجې او ۲۵ دقیقې د دره ولسوالۍ اړوند د «محمد بیګ خېلو» په کلي کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د درېیم ټولي پر ځواکونو هدفمند عملیات ترسره کړي دي.

دغه جبهې ویلي، دا برید په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې د دوی د ځواکونو له خوا تر ټولو خونړی برید و. دغه جبهه وايي چې ځواکونو ته يې زيان نه دى اوښتی.

د د ملي مقاومت جبهې د برید د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي؛ خو ځايي سرچينې وايي، چې پرون ماښام يې د طالبانو په قرارګاه کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه قرارګله د استوګنې د کورونو په منځ کې په يوه شخصي کور کې موقعيت لري.

سرچينې زياته کړه، چې له چاودنې وروسته د لسو دقيقو لپاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

په پنجشېر کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې طالبانو له چاودنې وروسته ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي نيولي دي.

درېيو سرچينو د نيول شويو کسانو نيول تاييد کړي، خو د نيول شويو کسانو شمېر يې څرګند نه کړ. یوې سرچینې وویل، چې شاوخوا ۱۰ کسان نیول شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي د دې ډلې په قرارګاه کې چاودنه او ډزې تاييدوي، خو ضد او نقیصې ادعاوې کوي.

پنجشېر کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وايي، چې چاودنه د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې او له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي دي. د دې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه په یوه مېلمستون کې شوې ده.

خو، په پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې د دغې ډلې نوي راغلو جنګياليو په قرارګاه کې خپلې وسلې ازمويلې او ډزې هم له همدې امله وې.

دغه دفتر د چاودنې راپورونه اوازې بللې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x