روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۵۹
: 2

کابلوف: ډېر ژر به په روسیه کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي چې دوی به ډېر ژر په دې هیواد کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.د سپوټنیک خبري اژانس له راپور سره سم، کابلوف نن جمعه، ۱۳ د تلې، د «مسکو فرمټ» تر شپږمې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو لپاره په لوړه کچه تصمیم نیول شوی دی، خو دا بهیر باید تر قانوني مراحلو تېر شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي چې دوی به ډېر ژر په دې هیواد کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.

د سپوټنیک خبري اژانس له راپور سره سم، کابلوف نن جمعه، ۱۳ د تلې، د «مسکو فرمټ» تر شپږمې غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو لپاره په لوړه کچه تصمیم نیول شوی دی، خو دا بهیر باید تر قانوني مراحلو تېر شي.

تر دې وړاندې هم د روسیې ځانګړي استازي ويلي و چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو وړاندیز د دې هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر میز پورې رسېدلی دی.

ده زیاته کړې وه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړې سره هوکړه کړې.

د دې اعلان په صورت کې روسیه د سیمې په کچه درېیم هیواد کېږي چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه حذفوي.

تر دې وړاندې قزاقستان او قرقیزستان هم طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x