روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۸

د امریکا د سفارت شارزدافېره ویلي د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوم

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافېرې کرن ډېکر ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.ډېکر د چهارشنبې پر شپه د تلې پر ۱۱مه، د اېکس پر ټولنیزه شبکه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب او پر بشري ناورین د غور لپاره به هڅې به وکړي.نوموړې دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د مخکیني ځانګړي استازي تام وېسټ له ماموریته مننه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارزدافېرې کرن ډېکر ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ډېکر د چهارشنبې پر شپه د تلې پر ۱۱مه، د اېکس پر ټولنیزه شبکه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب او پر بشري ناورین د غور لپاره به هڅې به وکړي.

نوموړې دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د مخکیني ځانګړي استازي تام وېسټ له ماموریته مننه کړې ده.

دې امریکايۍ ډیپلوماټې زیاته کړې: «زه په لېوالتیا سره په تمه یم چې د [وېسټ] له ګټورو او اغېزناکو فعالیتونو وروسته، له جان مارک پومرشایم سره په ګډه د امریکا د ملي امنیت ګټو د ساتنې، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ، د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب او د جدي بشري ناورین پر وړاندې د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې ټام وېسټ له خپلې دندې استعفا کړې وه.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر هم ویلي وو چې دغه هېواد به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د مېلر په وینا، تر دې وروسته به د ویسټ ماموریت د امریکا د سفارت شارزدافېره کرن دېګر، د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د منځنۍ اسیا په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سلاکار جان مارک پومرشایم مخته وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنۍ راهیسې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض کړي دي.

تر اوسه د بشري حقونو درناوي ته د دې ډلې د قانع کولو لپاره د هېوادونو هڅې بریالۍ نه دي ثابتې شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x