کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ وسلواله نښته پیل شوې.
یوې ځايي سرچینې ویلي چې دا نښته نن چهارشنبه، ۱۱ د تلې، د خاص کونړ ولسوالۍ په «شالۍ ولي دره» کې را منځته شوې.
سرچینې ویلي، د دواړو لورو ترمنځ دا جګړه له تېرو پینځو ورځو راهیسې په وقفه یي ډول روانه ده چې له کبله یې ځايي خلک له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ شوي.
سرچینه زیاتوي چې په دې دره کې د پاکستاني ځواکونو د مرمیو لګېدو له امله ځنګل هم اور اخېستی او د پراخوالي په حال کې دی.
دا جګړه په داسې حال کې پېښېږي چې له تېرو اوو ورځو راهیسې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د یوې امنیتي پوستې د جوړولو له امله وقفه يي نښتې روانې دي چې یو شمېر طالب جنګیالیو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې.
اړوندې لیکنې :
- دطالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دوه طالب سرتیري وژل شوي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبانو کونړ او نورستان کې ځوانان په تېر حکومت پسې منفي تبلیغاتو ته اړ کړي
- کونړ کې د یوې کورنۍ د اته غړو مسمومیدل؛ درې تنه مړه او پنځه روغتون ته انتقال شوي
- له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې یو طالب جنګیالی ووژل شو
- امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې