العربیه خبري وېبپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لبنان حزبالله د رهبرۍ شورا هاشم صفيالدین د دغې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
دغې رسنۍ لیکلي چې صفيالدین یکشنبه د سپټمبر پر ۲۹مه پر دې دنده ګمارل شوی دی.
د یادونې ده چې دا ګمارنه د حزبلله پخواني مشر حسن نصرالله له وژل کېدو درې ورځې وروسته شوې ده.
د لبنان حزبالله مشر د دغه هېواد پلازمېنه بیروت پر سوېلي سیمه د اسرائیل د برید په ترڅ کې ووژل شو.
د حزبالله چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې په دغه برید کې د نصرالله ترڅنګ د حزب الله د سوېلي جبهې قوماندان علي کرکي او د دغې ډلې ۲۰ نور لوړپوړی غړي هم وژل شوي دي.
پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه چې د حزبالله مشر او د سلګونو ملکیانو د وژل کېدو لامل شول، د یو شمېر اسلامي هېوادونو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.
تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې بریدونو په غبرګون کې ویلي و چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په منځني ختیځ کې د اسرائیل د «یرغل» مخنیوی وکړي.