روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۴۷

دطالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې دوه طالب سرتیري وژل شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ننګرهار کې ځایي سرچینې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي. یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه نښته تېره ورځ شنبه، ۷ د تلې، ماسپښین مهال پيل او د تیرې شپې تر ناوخته یې دوام کړی، چې پرمهال یې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه طالب سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ننګرهار کې ځایي سرچینې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه نښته تېره ورځ شنبه، ۷ د تلې، ماسپښین مهال پيل او د تیرې شپې تر ناوخته یې دوام کړی، چې پرمهال یې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه طالب سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
 سرچینې زیاته کړه، چې د دواړو لورو ترمنځ د ګوشتې ولسوالۍ اړوند «ګوسړۍ» سیمه کې هغه مهال نښته رامنځته شوې، چې طالب سرتیرو غوښتل په سیمه کې پوستې جوړې کړي، خو پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړي او نښته رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې د سپکو او درنو وسلو څخه هم کار اخیستل شوی چې پاکستاني لوري ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې خو دقیق معلومات یې نه لري.
په سیمه کې یوې بله سرچینه هم یاده مرګ ژوبله تاییدوي خو وایي، چې د یادې نښتې پرمهال طالب سرتیرو د پاکستانيانو درې پوستې له منځه وړي او دغه راز یو «زري دار» ټانګ هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.
د سرچینې په خبره سیمه ته نور تازه دمي طالب سرتیري له درنو او سپکو وسلو سره ورسیدلي او لاهم امنیتي وضعیت ترینګلی دی.
مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.
بلخوا پاکستاني چارواکو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې څه موده وړاندې په تورخم کې هم د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې له کبله یې د تورخم لاره د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.
0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x