د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش، هغه څه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې پېښېږي د د معاصر تاریخ له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړي دي.
ګوترېش دا موضوع یکشنبه د تلې پر ۸مه، اېکس ټولنیزه پاڼه کې د خپاره کړي پیغام له لارې مطرح کړې ده.
هغه زیاته کړې: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، کولای شو په معاصر تاریخ کې یې له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د هغې پرېکړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو لګېدلي محدودیتونه لېرې کوي، ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو نوموړي چارواکي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې سملاسي دا بندیزونه لېرې کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ په ګډون څلورو هېوادونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د «جنسیتي تبعیض» له کبله د هاګ په نړیواله محکمه کې د دغې ډلې پر ضد شکایت ثبتوي.
اړوندې لیکنې :
- پاکستان له ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه وکړه چې، ټي ټي پي څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې
- شمال ختیځد طالبانو په رژیم کې؛ په بغلان کې له بېغورۍ څخه په بدخشان کې تر جبر پورې
- امنه محمد او د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د افغانستان او غزې پر حالاتو خبرې وکړې
- په دوحه کې د ملا متقی نشتوالی او د مجاهدشتون: طالبان، بې دولتی او د ملګرو حکومت
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- ایا نړۍ د طالبانو غوښتنو ته تسلیم به و شي؟