روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۷

د لاهې په محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو لپاره د ځينو هېوادونو له اقدامه د بشري حقونو د څار بنسټ هرکلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په نړیواله جنایي محکمه کې د طالبانو پر وړاندې د شکایت د ثبتولو لپاره د جرمنی، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا له خبرداری وروسته، د بشری حقونو د څار بنسټ دغه اقدام د طالبانو لخوا د بشری حقونو د سرغړونو په اړه د عدالت د تامین یوه لار بللې ده. دغه بنسټ پنجشنبه د تلې پر۵مه، په یوه اعلامیه کې له نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې د دغه مهم اقدام ملاتړ وکړي.

په نړیواله جنایي محکمه کې د طالبانو پر وړاندې د شکایت د ثبتولو لپاره د جرمنی، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا له خبرداری وروسته، د بشری حقونو د څار بنسټ دغه اقدام د طالبانو لخوا د بشری حقونو د سرغړونو په اړه د عدالت د تامین یوه لار بللې ده.

دغه بنسټ پنجشنبه د تلې پر۵مه، په یوه اعلامیه کې له نورو هېوادونو غوښتنه کړې چې د دغه مهم اقدام ملاتړ وکړي.

په دې اعلامیه کې د بشري حقونو د څار بنسټ د یوې څېړونکې فرشتې عباسي له خولې راغلي: « د جرمني، اسټرالیا، هالنډ او کاناډا اعلامیه ښایي د لاهې په محکمې کې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه د عدالت لپاره د یوې لارې پیل وي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ په باور، دا پرېکړه د لاهې په محکمه د قضیو د څېړلو لامل کېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې پرون (چهارشنبه، د تلې ۴مه) د جرمني اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان کړی و چې د طالبانو له لوري د «جنسیتي تبعیض او د ښځو د حقونو د سرغړونو» له امله د دې ډلې پر ضد د لاهې په محکمه کې شکایت ثبتوي.

هغوی د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودوونکي اقدامات غندلي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x